چارواکی: که ملاتړ وشي د کابل هوايي ډګر یوکال کې عادي حالت ته ستنېږي
په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې دا مهال د سهار له ۶ نه د ماښام تر ۶ بجو پورې محدود کورني او نړیوال پروازونه ترسره کېږي او لا هم په بشپړ ډول د پروزاونو لپاره نه دی چمتو.
د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې د عملیاتي معینیت سرپرست وايي، د د دغه ډګر د بیارغونې برخه کې چارې تر یو بریده بشپړې شوي، خو رادار چې د هر میدان لپاره مهم سیستم دی له منځه تللی او دا مهال د یاد سیستم د نه شتون له امله پیلوټانو د خپلو سترګو په وسیله د پروازونو لړۍ جاري ساتلې.
کپټان غلام جیلاني له 'سي.سي.ټي.وي' سره په خبرو کې ویلي، د رادار سیسټم بیا رغونې لپاره مالي ملاتړ ته اړتیا ده.
د نوموړي په خبره د ملاتړ په صورت کې به په یوه کال او له هغه پرته به د یاد سیسټم رغول له ۱۸ میاشتو تر ۲ کلونو پورې وخت ونیسي چې په رغېدو سره به یې بیا له نوموړي هوايي ډګر ۲۴ ساعته الوتنې کېږي.
جیلاني زیاته کړه: "د میدان د ترمیم موضوع تر کار لاندې ده چې هغه هم مالي مرستې ته اړتیا لري، داسې تقریباً که موږ مرسته ترلاسه کړو نو په یو کال کې او که مرسته ترلاسه نه کړو یو نیم کال یا دوه کاله وخت به ونیسي، څو په سټنډرډ او نورو ملکونو په کچه یو مجهز میدان وي."
د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې د رادار د نوي سیسټم جوړولو په موخه تېر حکومت له فرانسې سره تړون کړی و چې ۱۸ میاشتې وخت یې نیوو، خو د نظام د بدلون له امله عملي نه شو.
مخکې ویل شوي وو چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د وروستیو ویجاړیو په تخنیکي بیارغونه کې قطر او ترکیې مرسته او همکاري کړې ده.
بل خو، تازه د افغانستان د هوايي حریم په اړه هم طالب چارواکو اندېښنې مطرح کړي او د امریکا متحده ایالات یې تورن کړي چې د افغانستان په فضا نا قانونه الوتنې کوي.
طالبانو د سې شنبې په ورځ په همدې تړاو په یوې رسمي اعلامیه کې ویلي، د افغانستان پر فضا د امریکايي ډروڼ الوتکو پروازونه د ټولو نړیوالو قوانینو او دوحې تړون خلاف عمل دی او پر دغه هېواد یې غږ کړی چې خپلو تعهداتو ته ژمن او د نړیوالو قوانینو پر بنسټ عمل وکړي، څو له بدو پایلو مخنیوی شوی وي.
ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې اړه چې د افغانستان په فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو پروازونه له کوم ځایه کېږي؟ د طالب چارواکو نظر ولري خو له هڅو سره-سره ونه توانیده.
طالبان دا اعلامیه داسې مهال خپروي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته ویلي و چې د افغانستان له هوايي حریمه د استفادې لپاره دوی د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.
امریکا تېره میاشت په کابل او ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
امریکايي، چارواکو تاييد کړې ده چې اګسټ په ۲۹مه په کابل د دوی د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لس ملکیان وژل شوي دي.