تاجکستان کې د افغانانو یوازینی ښوونځي د تړل کیدو له ګواښ سره مخ دی
دوشنبې کې د افغان ماشومانو لپاره یوازینی ځانګړی ښوونځی له نا معلوم برخلیک سره مخ شوی. دا ښوونځی چې د افغانستان د دولت له خوا تمویل کیده، واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم یې له کابله مالي ملاتړ بند شوی دی، چې ورسره ددې ښوونځي د تړل کیدو احتمال هره ورځ زیاتیږي. خو د زده کونکو د کورنیو غړي هیله مند دي چې د بچیانو په وړاندې به یې ددې ښوونځي دراوازې پرانیستې پاتې شي. نور په دې راپور کې وګورئ.