د طالبانو حکومت د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بېرته پیلوي
د طالبانو حکومت لارښوونه کړې چې د هېواد وګړو ته د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي.
د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر ټویټر په یو بیان کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت ته دا سپارښتنه د وزیرانو شورا په غونډه کې شوې ده.
په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي. د پاسپورتونو او تذکرو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان ته د هوايي تګ راتګ لارې لاهم په عادي ډول نهدي پرانیستل شوي.
د مجاهد په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه شوې ده چې د املاکو د غصب د مخنیوي او له غاصبانو سره د قانوني چلند د لارو چارو د سنجولو په اړه غور وکړي.