د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې د ایران نوې غوښتنه
ایران د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) غوښتي دي چې تهران ته نږدې، د سنټرفیوژ د پرزو د جوړولو پر یوه فابریکه د جون میاشتې د برید په اړه چې ایرانیې پړه پر اسرائیلو اچولې ده، خپل دریځ روښانه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې او تهران ترمنځ د ایران د اټمي تأسیساتو د تفتیش په مسئله کې لانجه راغلې ده.
د ایران د اټمي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې دا ترورېستي حمله چې په نتیجه کې یې په کَرَج سیمه کې د ټِسا (TESA) په نوم اټمي بټۍ سخته زیانمنه شوه، نهده غندلې.
اسلامي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې «IAEA» یوه اوونۍ مخکې وویل، له مخکېنۍ موافقې سره سره د دوی څارونکي دې بټۍ ته نهدي پرېښودل شوي.
تهران د سپټمبر په ۱۲مه منلې وه چې نړیوالو څارونکو ته به اجازه ورکوي چې په حساسو اټمي تأسیساتو کې د څار د کمرو سرویس وکړي او فلم اخیستو ته دوام ورکړي.
متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې پر ایران غږ کړی چې د ملګرو ملتونو څارونکي دې تأسیساتو ته پرېږدي.