راپورونه: طالبانو تاجکستان ته یو اوښتونکو افغان وګړی وژلی او یو بلیې نیولی
د راپورونو له مخې طالبانو یو افغان وګړی چې تاجکستان تهیې د اوښتو هڅه کوله، وژلی او یو بلیې په ګډ سرحد کې نیولی دی.
له تاجکستان سره په سرحد کې د پراته ولایت بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې.
د سرچینې په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې شااوخوا دوه زره کسانو غوښتل له دې سیمې تاجکستان ته واوړي او طالبانو د هغو مخه ونیوله. په بدخشان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان او په تېره د بدخشان او د شمال د نورو ولایاتو اوسېدونکي د ګډ سرحد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته تښتېدلي دي.