د فایزر/بایونټیک شرکتونو د کرونا واکسین ورکولو ته شین څراغ وښود
د اروپايي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې، اتلس کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته، د فایزر/بایونتیک شرکتونو د کرونا ضد واکسین د تقویتي ډوز ورکولو ته شین څراغ وښود.
نن سبا په عادي حالت کې خلکو ته د دې واکسین دوه ډوزونه یا دوې ستنې لګول کېږي.
د اروپا د درملو ادارې پرون وویل چې دغه تقویتي ډوز ښايي د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې اتلس کلنو یا هم تر دې پوخ عمره کسانو ته تر دویم ډوز لږ تر لږه ۶ میاشتې وروسته ولګول شي.
دا سپارښتنه وروسته تردې کېږي چې په ارزونو کې معلومه شوې، درېیمه ستن یا ډوز په هغو کسانو کې چې د ۱۸ او ۵۵ کلونو ترمنځ عمرونه لري د انټي باډي یا معافیت اندازه خورا زیاتوي.