د روسیې یوه وتلې فلمي ستورې یولیا او ډایرکتر کلیم نن فضا ته ځي
د روسیې یوه وتلې فلمي ستورې یولیا پریس لید له فلمي ډایرکتر کلیم شیپينکو سره نن فضا ته ځي.
دوی به د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې د سیوز «MS-19» په ستور بېړۍ/سفینه کې فضا ته ولاړ شي.
تمه ده دوی هلته د یوه فلم لپاره انځورونه ثبت کړي.
فلم په دې څرخي چې په فضا کې یو ستورمزلی د زړه جراحۍ ته اړتیا پیدا کوي.
یولیا او کلیم په څو فلمونو او نمایشنامو کې د کار په خاطر ډېر شهرت لري. کلیم شیپینکو په ۲۰۱۷ کال کې د ګردې روسیې په کچه د یوه فلم د جوړولو په خاطر لومړی مقام ګټلی.