د بریتانیا ځانګړي استازي او غیر مقیم شارژدافیر له طالب چارواکو سره ولیدل
د افغانستان د انتقال په چارو کې د بریتانیا د صدراعظم ځانګړی استازی سر سایمون ګاس او په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا غیر مقیم شارژدافیر ډاکتر مارتین لانګدین نن کابل ته تللي دي.
د بریتانیا د حکومت د یوه بیان له مخې دغو لوړپوړو چارواکو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د رئیسالوزرا له مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي سره خبرې کړې دي.
د بریتانیا ځانګړي استازي سر سایمون ګاس او ډاکتر مارتین په دې بحث کړی چې بریتانیا څنګه له افغانستان سره د بشري ناورین د مخنیوي لپاره مرسته کولای شي.
په بحثونو کې همدارنګه د دې مسئلې په ارزښت بحث شوی چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نهشي.
د بریتانیا دغو استازو د طالبانو له چارواکو سره په دې هم خبرې کړي هغو کسانو ته چې له هېواده وتل غواړي د خوندي عبور زمینه برابره شي.
اخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له بریتانوي چارواکو سره د امیر خان متقي د لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.
بلخي په خپل ټویټر لیکلي ښاغلي متقي له بریتانوي چارواکو وغوښتل چې د اړیکو او همکاریو لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
بلخي زیاته کړې چې متقي دا ډاډ هم ورکړ چې د افغانستان له خاورې هېڅ بهرني هېواد ته ضرر نهدی رسېدلی.