اذربایجان باکو کې د ایران د مشر اړوند جومات او دفتر بند کړل
اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایران د مشر مربوط جومات او دفتر څو ورځې وروسته تر دې بند کړل چې تهران د اذربایجان پولې ته نژدې پوځي تمرینات ترسره کړل.
د ایران تسنیم اژانس پرون خبر ورکړ چې حسینیه جومات او په باکو کې د ایت الله علي خامنه اي د استازي سید علي اکبر اوجاق دفتر د اذربایجاني چارواکو په امر مهرولاک او وتړل شو.
د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دې جومات د بندیدو علت د کرونا وبا مخنیوی یاد کړی دی.
د تهران او باکو ترمنځ کړکېچ وروسته تردې زیات شو چې د سېپټمبر په میاشت کې پاکستان او ترکیې د اذربایجان له ځواکونو سره یوځای د ایران سرحد ته نژدې پوځي تمرینات ترسره کړل.
ایران هم د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اذربایجان پولې ته څېرمه پوځي تمرینات وکړل.