زاخېلوال: د جمهوریت د سقوط اصلي لامل اشرف غني دی
ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پر کړنو سخته نیوکه وکړه او هغه یې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لوی لامل وباله.
ښاغلی زاخیلوال، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړي، په وروستیو کلونو کې د حکومت منتقد و.
په دې مرکه کې هیلۍ اسد له ښاغلي زاخیلوال څخه د جمهوریت د سقوط لاملونو، د طالبانو په وړاندې د هغه د سیاسي دریځ، د افغانستان د نازک اقتصادي حالت او دا چې ایا طالبان به وکولی شي، د هیواد اقتصادي بحران اداره کړي، پوښتلي دي.
د دې مرکې لنډه برخه دلته پر فیسبوک او د بشپړې مرکې لپاره لاندې لینک وګورئ