کندهار: امام بارګاه کې د جمعې لمانځه مهال ځانمرګي برید ۳۶ تنه وژلي، ۷۰ نور ژوبل
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا برید غندلی دی او ویلي دي چې برید «تکفیري ډلو» کړي دي او دا د «داعشي فتنه ګرو هڅې » دي. نوموړي ویلي دي چې د طالبانو حکومت به د دا ډول بریدونو مخه نیسي او عاملین به یې نیسي.