بریتانیا: د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل، ترهګریزه پېښه وه
د بریتانیا پولیس وایي، د انګلستان په ختیځ کې په چړې د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل " ترهګریزه" پېښه وه.
پولیسو نن شنبې (د تلې په ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن دا کار له اسلامي سخت دریځۍ سره په تړلې انګېزې شوی وي.
د پارلمان دغه محافظه کاره غړي ډیوېډ امیز ۶۹ کاله عمر درلود او پرون د ایسکس سیمې په کلیسا کې د یوه کس له خوا پرې د چړې ګزارونه وشول.
بریدګر د هغو رایه ورکوونکو په منځ کې کلیسا ته دننه شوی چې دغلته یوې غونډې ته روان وو.
ډیویډ امیز له ۱۹۸۳ کال راهیسې د پارلمان غړی و.
د بریټانیا پارلمان کې ملي بیرغ د دې پیښې په تړاو نیمه ځوړند دی او وکیلان د ځان د امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي.