پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ: طالبان مې ګواښي چې ولې یې پرضد جګړه کړې وه
پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ وايي، طالبان یې په دې نوم ګواښي چې ولې یې یو مهال د دوی په ضد جګړه کړې.
نوموړې همداراز وايي، طالبان یې په دې نوم هم ګواښي چې یو مهال یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سره یو ځای، د دوی پر ضد جګړه کې برخه اخستې.
مېرمن کوچۍ وايي، دی هغه مهال د پنجاب ضد ټوپک پورته کړی و، ځکه پاکستاني ملېشو غوښتل پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي.
دغې پخوانۍ سناتورې یوې خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې چې طالبانو یې شخصي موټر ځینې وړی او داسې مهال چې ان یو ټوپک نهلري، له دې د ډېرو وسلو د تسلمېدو غوښتنه کوي.
نوموړې زیاتوي: "موږ ویل طالب به راشي، سوله به وکړي او ثبات به راشي، خو چې طالب راغی ټول ورځ خلک ګواښي. وسلهوال یې په دروازه کې راته ودرېږي، ما او زوی ته مې ماشه کش کړي او وايي، نوره وسله را کړه. زه ورته وایم نوره وسله نشته، بیا وايي ټوپک را کړه، زه ټوپک له کومه کړم. ما چې په دانګام کې د تور پنجاب ضد جګړه کړې چې زموږ په خاوره یې اغزن تار غځاوه."
فریده کوچۍ له طالبانو غواړي چې د خلکو د ځورولو پرځای، هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړي چې د ټولنې د روان بد وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
هاخوا د طالبانو سرپرست حکومت که څه هم د مېرمن کوچۍ سره د شوي چلند په اړه څه نه وايي، خو دا مني چې یو شمېر کسانو د اسلامي امارت له نوم ناوړه ګټه اخیستې او خلک یې ځورولي دي.
د طالبانو د رسنیز ټیم غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، له دې کسانو ډېر یې پېژندل شوي او قضیې یې تر پلټنې لاندې دي: "شل کاله نظام تېر شوی و، بیا هم خوشبختانه موږ د هېواد په کچه ډېر لږ موارد لرو چې دا ډول پېښې شوې وي، دا د فیصدي په لحاظ ډېر کم شمېر دی. "
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل سره سم، یو فرمان خپور کړ چې پر بنسټ یې د مخکنیي نظام د چارواکو په ګډون ټولو وګړو ته د دوی په اصطلاح عمومي بښنه شوې او عادي ژوند ته یې رابللي دي.
په فرمان کې ټولو افغانانو ته د هر ډول خوندیتوب ډاډ ورکړل شوی و، خو له یادې نېټې بیا تر نننه ډېر کله داسې پېښې رسنیزې کېږي چې د دې فرمان د محتوا سره په ټکر کې وي.
دغه شان د طالبانو د حکومت مشر، رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند یو فرمان ورکړی چې په کې راغلی، هېڅوک د چا کور یا شرکت ته د نقلیه وسایطو او وسایلو د پلټنې په پلمه نه شي ننوتلی.
طالبانو تل ویلي، دا کارونو د دوی کسان نه کوي او په دې اړه قضیې څېړي.
د دوی په حکومت په دې وروستیو کې د یادې ستونزې د بشپړ پای ته رسېدو په موخه، په خپلو لیکو د سمون بهیر پیل او د تصفیې کمېسیون جوړ کړ.
دا کمېسیون دنده لري، څو هغه کسان چې د نورو په ځورونې، فساد، غصب، باج اخیستنې، شخصي تربګنۍ او نورو تورن وي، د طالبانو له لیکو وباسي.