د طالبانو یو پلاوی ازبیکستان ته ولاړ
د طالبانو د حکومت یو پلاوی نن ازبیکستان ته ولاړ او ټاکل شوې په هغه ناسته کې چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ کېږي د نورو موضوعاتو تر څنګ د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه هم خبرې وشي.
په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي او سوداګریز سکتور وزیران هم شامل دي.
ویل شوي چې طالبان به له ازبیکستاني چارواکو سره د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او دغه شان له هغه هېواده د وارداتي برېښنا په اړه هم خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ازبیکستان ترمذ ښار نن سبا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په یو مهم دهلیز هم بدل شوی دی.
او ډېری بشري مرستې له دې لارې افغانستان ته انتقالېږي، خو ازبیکستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.