طالبان: افغانستان کې داعش کوم مرکز نهلري، خو ځیني لوري ورته تبلیغات کوي
امیر خان متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي: "داعش ډله په افغانستان کې کوم مرکز نهلري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان حکومت کمزوری معرفي شي او له بهره ورباندې فشارونه زیات شي. داعش له دغو فشارونو مورال اخلي."
داعش ډلې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو حملو مسؤلیت منلی چې تر ټولو تازهیې تېره جمعه په کندهار کې د شیعهګانو پر یوه جومات ځانمرګی برید و، چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
طالبان پر افغانستان د ولکې له ټینګولو وروسته غوښتنه لري چې د دغه هېواد کنګل شوې څه باندې ۹ نیم میلیارده ډالره شتمني دې خوشې شي او له افغانستان سره دې بشري مرستې دوام وکړي.