اروپايي ټولنه هڅه کوي په افغانستان خپل حضور ته دوام ورکړي
په پام کې ده د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا سبا دوشنبه په لوکزامبورګ کې د افغانستان پر موضوع هم تمرکز وکړي.
د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکي د نوم نهښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي د دې ټولنې رهبران په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو او د مرستو د دوام پر امکان په خپلو کې بحث کوي.
له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې اقتصادي رکود په زیاتېدو دی، بشري بحران زیات شوی او خوړو ته د خلکو اړتیا زیاته شوې ده.