الکسي ناوالنۍ د سږکال د سخاروف جایزې ګټونکی اعلان شو
د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالنۍ د سږکال د سخاروف جایزې ګټونکی اعلان شو.
له دې موضوع دوو خبرو سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې اروپايي قانون جوړوونکو نن د دې جایزې لپاره ناوالنۍ غوره کړ.
یو شمېر افغان ښځې او یو بولیویايي بندي سیاستوال هم دې جایزې ته کاندیدان شوي وو.
ټاکل شوې ده چې د دې جایزې ګټونکی د اکتوبر په شلمه رسماً اعلان شي.