افغانستان کې د مني ګرام خدمتونه بېرته پیل شول
په افغانستان کې د مني ګرام خدمتونه بیا پیل شول.
د کابل شهزاده سرای په خپله فېسبوک پاڼې لیکلي دي، د مني ګرام خدمتونه چې هدفیې افغانستان ته د بهرنیو حوالو لېږل دي، بېرته پیل شوي دي.
د کابل شهزاده سرای په وینا اوسمهال د مني ګرام خدمتونه په یونایټډ بانک کې کېږي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې بانکي سیستم له ګڼو ننګونو سره مخ دی چې له دې ستونزوه یوهیې هم د مني ګرام د خدمتونو درېدل و.
طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.