پیکېنګ کې تر ژمنیو المپیک لوبو مخکې د کرونا ضد درېیم ډوز واکسین پیل شو
د چین په پلازمېنه پیکېنګ کې په فبرورۍ میاشت کې تر ژمنیو المپیک لوبو مخکې د کرونا ویروس پر ضد درېیم ډوز یا کمکي واکسین پیل شو.
کمکي واکسین هغو کسانو ته ورکول کېږي چې عمرونهیې تر ۱۸ ډېر دي او لږترلږه ۶ میاشتې مخکې یې د کرونا پر ضد بشپړ واکسین کړی وي.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې پیکېنګ د سختو مقرراتو په منځ کې د ژمنیو المپیک لوبو لپاره تیاری نیسي.
په لوبغالو کې به یوازې چینايي نندارچیانو ته اجازه ورکول کېږي او د ګډونوالو لوبغاړو لپاره هم د واکسین او یا پیکېنګ ته تر رسېدو وروسته ۲۱ ورځې قرنطین شرط ایښودل شوی دی.