د سالنګ لویه لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه
د سالنګ لویه لاره پرون ماسپښین د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.
د سالنګ د حفظ او مراقبت د ادارې چارواکي وايي چې د یوې شپې مخکې درنې واورې او سیلۍ له کبله دا لاره د بار وړونکو موټرو پرمخ بنده شوې وه.
د دې ادارې رییس عبدالله عبید پرون جمعه (د تلې ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لارو د پاکولو د موظفو کسانو د هلوځلو په نتیجه کې دا لویه لاره د خلکو پرمخ خلاصه شوه، خو ښاغلي عبید په عین حال کې له موټر چلوونکو وغوښتل چې پر دې لویه لاره د تګ راتګ پرمهال لازم تجهیزات لکه چَین له ځان سره ولري او همدا راز د وزن او سرعت کنټرول ته پاملرنه وکړي.