کرکټ بورډ: افغان لوبډله خپلې لومړۍ لوبې ته له پوره چمتووالي سره ځي
![کرکټ بورډ: افغان لوبډله خپلې لومړۍ لوبې ته له پوره چمتووالي سره ځي](https://gdb.rferl.org/05030000-0a00-0242-194a-08d9946c616f_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان لوبډله د کرکټ د شل اوورېزو لوبو په نړيوالو جام کې خپلې لومړۍ لوبې ته له پوره چمتووالي سره ځي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه به د اکتوبر په ۲۵مه له سره وي: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵مه د سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کړي. د ویلو ده چې افغان لوبډله د دې سیالۍ لپاره پوره چمتووالی لري او انشاالله چې لوبغاړي به په ښې روحیې سره د لوبو ډګر ته ووځي."
په نړیوال جام کې د افغانستان نورې لوبې به د اکتوبر په ۲۹مه له پاکستان، د اکتوبر په ۳۱مه له نامیبیا، د نوامبر په درېیمه له هند، د نوامبر په ۷مه له نیوزیلنډ او د نوامبر په ۲۷مه له اسټرالیا سره وي.