روسيې او تاجکستان بیا د افغانستان-تاجکستان پر سرحد پوځي تطبیقات وکړل
د روسیې او تاجکستان پوځي ځواکونو پرون جمعه(د تلې ۳۰مه) یو ځل بیا د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد په اوږدو کې پوځي تطبیقات وکړل.
دا تطبیقات د افغانستان له سرحده شل کیلومتره لېرې په مامیرک سیمه کې وشول چې زغرګاډو او د ماشینګڼو لرونکو هلیکوپترو برخه په کې لرله.
پروني تطبیقات د هغو اوږدو تمرینونو یوه برخه ده چې د روسیې، تاجکستان او د ډله ییز امنیت سازمان د غړو هېوادونو شااوخوا پنځه زره سرتېري او له ۷۰۰ زیات زغره وال ګاډي ګډون په کې لري.
په دې ټلواله کې چې روسیه په کې مخکښ رول لري د پخواني شوروي اتحاد څو جمهوریتونه شامل دي.
د تاجکستان دفاع وزیر شېر علي میرزا پرون وویل چې د دې تطبیقاتو پرېکړه په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف د پوځي ځواکونو د وتلو له کبله له رامنځته شوي ناورین وروسته ترسره شول.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې فعالو تروریستي ډلو عصري وسلې ترلاسه کړي، دریځ یې ډېر پیاوړی شوی او غواړي د ورانکارو فعالیتونو لپاره په سیمه کې ځان ته د پښې ځای پیدا کړي.