کاسوو له خپل هېواده دوو روسي ډپلوماتانو ته د وتلو امر کړی
![کاسوو له خپل هېواده دوو روسي ډپلوماتانو ته د وتلو امر کړی](https://gdb.rferl.org/eb79ffac-e352-4755-8c7f-5572a6b89c47_w800_h450.jpg)
کاسوو دوو روسي ډپلوماتانو ته د وتلو امر کړی او مسکو یې د بې ثباتۍ لپاره په فعالیتونو تورن کړی دی.
ولسمشرې ویوسا عثماني پرون جمعه د (د تلې ۳۰مه) وویل چې په کاسوو کې د روسیې د اړیکو د دفتر دوه روسي ډپلوماتان نامطلوب کسان بلل شوي او ورته ویل شوي دي چې له دې هېواده ووځي.
مېرمن ویوسا زیاته کړه چې د کاسوو حکومت د روسیې د ناوړه فعالیتونو او په سیمه کې د مسکو د نیابتي کړیو پرضد مقابلې ته ژمنه ده.
د کاسوو ولسمشرې وویل، د دې کړیو هدف د کاسوو، متحدوایالاتونو، ناټو او اروپايي ټولنې د ګډو لاسته راوړونو زیانمنول دي.