د بلخ مسوولین: د قره قل پوستکو ۶۰ زره جلده بهر صادرولو ته چمتو دي
د بلخ ولایت د قره قل پوستکي د ادارې مسولین وایي، د قره قل پوستکو ۶۰ زره جلده له هېواده بهر صادرولو ته چمتو دي.
د دغې ادارې مدیر محمد عارف ازادي راډیو ته وویل، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د قره قل پوستکو د صادراتو لومړی ځل دی چې راتلونکو څو ورځو کې به ترسره شي.
ښاغلی عارف وایي، په دې خبرې روانې دي چې دغه ۶۰ زره جلده قره قل پوستکي د هوایي دهلېزونو له لارې بهر ته واستول شي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د قره قل پوستکي ډېر کله د منځنۍ اسیا هېوادونو او پولنډ ته صادرېږي.
د ښاغلي عارف په خبره سږکال اټکل شوی چې د کال تر پایه به له دغه هېواده ۲۰۰ زره جلده د قره قل پوستکي بهر ته صادر شي چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې یې ۹۷ زره جلده صادر شوي او پاتې نور به د کال په ترڅ کې صادر شي.