د تخار او کندز لوبغاړو ترمنځ د وشو سیالۍ ترسره شوې
د تخار او کندز ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د وشو سیالۍ ترسره شوې.
د کندز ولایت د ورزش ادارې چارواکو د دې ادارې پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا سیالۍ په دوو کټه ګوریو کې د ۴۴ ځوانو لوبغاړو تر منځ نن شنبې ترسره وې.
د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د یادو دوو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د اړیکو او وشو ورزش پراختیا بلل شوی دی.
دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې.