پاکستاني پولیسو بلوچستان ایالت کې ۹ مشکوک وسله وال وژلي
د پاکستان پولیسو په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پرمهال په یوه نښته کې نهه مشکوک وسله وال وژلي دي.
د تروریزم ضد پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا نښته نن سهار وختي د بلوچستان په مستونګ سیمه کې وشوه. په بیان کې راغلي چې دې وسله والو لومړی پر پولیسو ډزې وکړې.
په همدې سیمه کې تېره اوونۍ یوې بمي چاودنې د پولیسو یو افسر وواژه او ۱۹ نور کسان یې ټپیان کړل.
د نننۍ حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د تېرې اوونۍ د بمي چاودنې مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی و.
د پاکستان پوځ په یوه جلا بیان کې په یوه نښته کې د دوو سرتېرو او یوه وسله وال د وژل کېدو خبر ورکړی.
د پوځ په بیان کې راغلي چې دا نښته پرون جمعه د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې شوه.