ایران: طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته خطر نهپېښېږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وايي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېځ ګاونډي ته د افغانستان له خاورې خطر نهپېښېږي.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، عبداللهیان دا خبره نن د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې وکړه.
ده زیاته کړه، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترورېستي ډلو په تېره بیا داعش فعالیت زیات شوی دی.
ده همداراز وویل، پهکار ده چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون یو پراخبنسټه حکومت جوړ شي.