یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو
یو افغان د قطر د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکی وګومارل شو.
اسدالله خان لومړنی افغان دی چې د یوه بل هېواد د ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه ګومارل کېږي.
اسدالله خان پخوا د یوې مودې لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی و، وروسته تر ۱۹ کلونو د کشرې لوبډلې روزونکی شو.