ایران کې د افغانستان په اړه غونډه؛ طالبان: هیله ده ستونزو ته حل لارې ولټول شي
په داسې حال کې چې نن ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی، طالبان وايي هیله ده چې دې غونډه کې د افغانستان ستونزو ته حل لارې ولټول شي.
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه غونډې په اړه وايي: "اسلامي امارات له ټولو هغو مجالسو او تحرکاتو څخه چې هېوادونو کې بېلابېلو جوړېږي او په یو ډول نه یو ډول د افغانستان مسایل په کې مطرح کېږي، هیله دا ده چې د افغانانو سره د همکارۍ یو روحیه رامنځته او د دوی لاس نیوی وکړي او دغه شان له اسلامي امارات سره د تعاملاتو په برخه کې همکاري وکړي."
ښاغلی کریمي وايي، دی هیله من دی چې دا شان غوندې به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو موضوع سره هم مرسته وکړي.
تردې مخکې ويل شوي چې د ایران غونډه کې به په سیمه ییز امنیت، اقتصادي ثبات، د کډوالو پر ستونزو او په افغانستان کې په یو ټولشموله حکومت بحثونه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت تر ټولو ښه سیاسي حل لاره ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان تېره ورځ ناوخته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ګډ خبري کنفرانس کې ویلي چې افغانستان کې باید داسې یو حکومت رامنځته شي چې د ټولو قومونو استازې په کې ځای ولري.
نوموړي وویل چې ایران د افغانستان له ټولو اړخونو سره په اړیکه کې دی او د افغانستان چارې په دقت څاري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، په دې خبرې کنفرانس کې دا هم وویل چې له خپل پاکستاني سیال سره يې به خبرو کې هوکړه کړې چې د نن ورځې په غونډه کې به د افغانستان ګاونډي هېوادونو، افغانانو، نړۍ او د کابل موقتې واکمنې ادارې ته به یو ګډ پیغام ورکوي.
په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت رامنځته کول د ایران ترڅنګ د یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو غوښتنه هم ده، ان یو شمېر هېوادونو دا موضوع د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندولو په اړه د شرط په توګه وړاندې کړې ده.
په ایران کې د افغانستان په اړه په غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، او روسیې د بهرنیو چارو وزیران برخه لري.
د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به دې غونډې ته پر لیکه وینا وکړي.
له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي و چې یادې غونډې ته به د ملګرو ملتونو سرمنشي هم د افغانستان په اړه خپل پیغام وړاندې کړي او له دې نوښته به د ملاتړ اعلان وکړي.
په کابل کې د ایران سفارت ویلي چې د غونډې ګډون کوونکي هېوادونه به د غونډې په پای کې د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
د تهران نننۍ غونډه د مسکو تر غونډې یوه اوونۍ وروسته پرانیستل کېږي، هلته د افغانستان د ګاونډیو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو برخه اخېستې وه، په هغه غونډه کې د طالبانو پلاوي ګډون کړی و او ټینګار یې وکړ چې د دوی حکومت دې په رسمیت وپیژندل شي، خو د کوربه هېواد، روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نه کړي، بشري حقونه رعایت نه کړي نو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.