اروپايي ټولنه: له طالبانو سره تعامل د رسمیت پېژندنې په معنا نه دی
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپل ماموریت د بیا پیل په اړه غور کوي.
دغې ټولنې ژمنه کړې چې څه باندې یو میلیارډ ډالر به په مختلفو برخو کې له هغې جملې د روغتیا او زده کړې په برخه کې په افغانستان کې لګوي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې ویانده نبیلې مسرالي ویلي چې افغانستان کې خلکو ته د مرستې رسونې په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني.
مصطفی صدیقي له مسرالي سره خبرې کړي او په سر کې یې له هغې پوښتنه کړې چې ولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.