ولسمشر جو بایډن نن جمعه اروپا ته ورسېد
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن نن جمعه اروپا ته ورسېد چې په دې سفر کې به د نړۍ د شلو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو یا جي۲۰ ډلې په سرمشریزه کې هم برخه واخلي.
ولسمشر بایډن به د ایټالیا په پلازمېنه روم کې په دې سرمشریزه کې د ګډون تر څنګ له متحدانو سره د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي او د نړۍ د کاتولیک عیسویانو له مشر، پاپ فرانسیس سره یې یوه جلسه هم پلان شوې ده.
د امریکا ولسمشر به د سکاټلنډ په ګلاسګو کې د اقلیمي بدلون په اړه په یوه کنفرانس کې هم برخه واخلي.
د نړۍ هېوادونه هڅه کوي چې د اقلیمي بدلون د اغېزو او په نړۍ کې د هوا د تودېدو د ستونزې په وړاندې مبارزه وکړي.