د کرکټ شل اووریز نړیوال جام؛ افغان لوبډله نن له نامیبیا سره لوبه کوي
دا لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي.
افغانستان دې جام کې تر اوسه دوه لوبې کړي چې پاکستان تهیې بایللې، خو له سکاټلند نهیې په لوی توپیر ګټلې ده.
افغانستان په خپل ګروپ کې د نومبر په درېیمه له هند او په اوومه نېټهیې له نیوزیلنډ سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د کرکټ دا نړیوال جام د متحده عربي اماراتو او عمان په کوربهتوب پیل شوی دی.