طالبان: هغه کسان مو نیولي چې سرخ رود ولسوالۍ کې یې پر واده ډزې کړي
د طالبانو د مطبوعاتي دفتر یوه غړي بلال کریمي تېر ماخوستن ازادي راډیو ته وویل، برید کوونکي درې تنه و چې له واده والا سرهیې شخصي دښمني درلوده.
کریمي وایي: "د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي، یو کس چې تښتېدلی د هغه تعقیب روان دی، هیله ده ژر به ونیول شي. د پېښې عاملینو د اسلامي امارت له نومه په بدې استفادې شخصي دښمني پاللې. د شریعت منګولو ته وسپارل شول، دا قضیه به تر پایه تعقیب شي."
د ښاغلي کریمي په وینا، دې ډزو کې درې تنه وژل او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پرون ځایي سرچینو ازادي راډیو ته وویل، دې وسلهوالو ځکه د واده پر مراسمو ډزې کړي چې په لوړ غږ موسیقي پهکې غږول کېده.