یونان: د ۴۰۰ پناه غوښتونکو لېږدوونکې بېړۍ به ودرول شي
دې چارواکي پرون وویل، دغه بېړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپېږي، د کارپاتوس ټاپو خوا ته په حرکت کې ده او دوی هڅه کوي چې خوندي ځای کې سپرلۍ ترې ښکته کړي.
یونان اروپایي هېوادونو ته د هغو پناه غوښتونکو اصلي لاره ده چې غواړي د ترکیې له لارې دا مسیر ووهي.
معلومه نهده چې په دغې بېړۍ کې د کومو هېوادونو پناه غوښتونکي سپاره دي.
د تېرې سې شنبې په ورځ د درېیو ماشومانو په ګډون څلور کډوال هغه مهال په اوبو کې ډوب شول چې بېړۍ یې کیوس ټاپو ته نږدې واوښته.