چین ته د امریکا خبرداری: د تایوان د وضعیت په اړه باید یو اړخیز عمل ونهکړئ
بلېنکن او وانګ یي نن په روم کې د «جي۲۰» یا ۲۰ پیاوړو اقتصادي هېوادونو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.
بلېنکن خپل چینایي سیال ته وویل، امریکا د چین د هغو اقداماتو مخالفه ده چې په تېرو دوو میاشتو کې یې تایوان کې کړي دي.
د چین د اقداماتو له کبله تایوان کې شخړې رامنځته شوې دي.
پیکېنګ د چین په ملي ورځ چې د همدې میاشتې په سر کې وه، تایوان ته په یوه ضربتي ډله کې ۱۴۹ جنګي الوتکې ولېږلې.