طالبان: مزارشریف کې د ۴ ښځو د وژل کېدو په تور ۲ کسان نیول شوي
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې په ډزو وژل شوي دي.
په یوه پېښه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو او په بله یوه کې د دوو پخوانیو پوځي مېرمنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ظاهرا د لومړۍ قضیې په تړاو د څېړنو د پیل خبره کوي.
خوستی وایي: "د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي. دې کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې اعتراف کړی چې دا ښځې دوی راغوښتې وې. په دې اړه تحقیقات روان دي او د تورنو دوسیه محکمې ته استول شوې ده."
د راپورونو له مخې ۴ وژل شوې مېرمنې څو ورځې مخکې د مزارشریف هوايي ډګر ته نژدې تښتول شوې وې او مړي یې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه مزارشریف ښار ته نژدې په یوه کنده کې وموندل شوې.