پر افغان ځوانانو د شکنجې ویډیو د خلکو او بشري حقونو فعالانو اندېښنې پارولي
پر ټولنیزو رسنیو د ایران او ترکیې ترمنځ د افغان ځوانانو شکنجه د خواله رسنیو د کارونکو او ځینو بشري حقونو فعالانو اندېښنې پارولي دي.
پر خواله رسنۍ توېټر یوه تازه خپره شوې ویډیو ښيي چې شپږ ځوانان په یوه خونه کې بند کړل شوي او یو کس یې په لرګي وهي، د برېښنا شارټونه ورکوي او شکنجه کوي یې.
ویډیو اخیستونکی شخص وروسته هماغه خونه چې خالي وي تشریح کوي چې دلته اخاذې اخیستونکي کسان تل ځوانان راولي، شکنجه کوي یې او له کورنیو یې پیسې غواړي، خو دا چې یرغمل نیونکي څوک دي، ویډيو جزئیات نه لري.
کوم څوک چې دغه ځوانان وهي، کمیس یې په غاړه کې نشته، کوبای پتلون یې دی او له سر یې هم دستمال تړلی دی.
خونه تیاره ده او څېرې هم ډېرې سمې نه تشخصیېږي، داسې ښکاري چې د ویډيو ځیني برخې په پټه اخیستل شوې وي.
ویډیو اخیستونکی په ایراني فارسي خبرې کوي.
د اماج نیوز په نوم یوې رسنۍ د دې ویډیو د خپرولو په اړه ویلي چې دا شکنجه کېدونکي ځوانان افغانان دي چې د ایران او ترکیې ترمنځ لارو کې پاتې دي.
د دې ځوانانو ژړاګانې او چغې دومره زړه بوږنونکي دي چې د ټولنیزو شبکو د ګڼو کاروونکو نیوکې او اندېښنې یې هم راپارولي دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د ایران او ترکیې په پولو کې له افغان کډوالو دغه شان په کابل کې د ایران سفارت له مسوولینو سره خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې هم ایران سره په پولو او دغه هېواد کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول ځوانانو د شکنجې او ان پر دوی د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي .
څو ورځې مخکې هم په ټولنیزو رسنیو کې، د ترکیې او ایران ترمنځ افغان ځوانانو ته منسوب یو شمېر انځورونه خپاره شوي وو چې په کې د شکنجو له امله د هغوی پرځانونو د وهلو ډبولو نښانونه لېدل کېدل او په اړه یې لیکل شوي وو، دا هغه افغان کډوال دي چې ایران سره په پوله د پولیسو له لوري له نیول کېدو وروسته شکنجه شوي دي.
د بشري حقونو ځینې فعالین په دې اړه ژوره اندېښنه ښیي او دا چاره له بشري حقونو ښکاره سر غړونه بولي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د رهبرۍ غړي ماهر مومند ازادي راډیو ته د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له افغانانو وغوښتل چې له ناقانونه کډوالۍ لاس واخلي.
ماهر مومند وایي: "په هغو هېوادونو کې چې دوی (کډوال) مېشت دي باید د UNHCR او IOM دفترونو ته مراجعه وکړي او هلته دې ځانونه ثبت کړي په قانوني توګه کله چې یې نوبت را ورسېږي بیا کېدای شي چې دوی نورو هېوادونو کې مېشت شي، له دې پرته نو که څوک په ناقانونه توګه کډوال کېږي دغه ډول ستونزو سره مخ کېږي چې دا ډېر د اندېښنې وړ او له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده."
ښاغلی مومند له هغو هېوادونو چې اکثره افغان کډوال ورغلي غواړي چې د دوی لپاره دې د امن ژوند اسانتیاوې برابرې کړي، ځکه په خبره یې په دې وروستیو کې د افغانستان سیاسي بدلون اکثره خلک کډوالۍ ته اړ ایستي دي.
په افغانستان د طالبانو د واکمن کېدو ورسته سلګونو زره افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
د طالبانو ویاند بلال کریمي د دغه ویډيو په اړه د راپور تر خپرېدلو پورې زمونږ پوښتنه ځواب نه کړه.
خو مخکې د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي وه، چې له ګاونديانو سره ښې اړیکې او همکاري غواړي، په ځانګړي ډول د خلکو د تګ راتګ په برخه کې.
ده دا هم ویلي چې دوی پاکستان، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو سره په پولو د ستونزو د هواري او دغه شان د قانوني ویزو د ورکړې په برخه کې په خبرو بوخت دي.