د ایکوادور یو زندان کې د شخړې له امله ۶۸ بندیان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي
په دغه زندان کې روان کال د بېلابېلو سیالو بانډونو ترمنځ د شخړو له کبله په لسګونو بندیان مړه شوي دي.
د ګوایاکویل ښار په زندان کې د ځینو اختلافاتو له کبله، د سیالو بانډونو ترمنځ تازه شخړه تېره جمعه وروسته له هغې پیل شوه چې د یوه بانډ مشر له زندانه تر ټاکلي وخت مخکې خوشې شو.
په زندان کې دغه شخړه تر نن یکشنبې روانه وه، تر هغو چې د پولیسو قطعې زندان ته ننوتلې هلتهیې وسلې، چاودېدونکي مواد او تېره وسایل کشف کړل.
د زندان له ودانۍ دباندې په زغروالو موټرو کې سرتېري هم د امن د ټینګښت لپاره ګمارل شوي دي.