پولنډ: پناه غوښتونکي به له بلاروسه په زوره د راننوتلو هڅه وکړي
تر دې یوه ورځ مخکې ۲۰۰ پناه غوښتونکو هڅه وکړه چې د اروپايي ټولنې غړي هېواد پولنډ ته ننوځي.
په زرګونو کسان چې ډېری یې د منځني ختیځ وګړي دي، په سختو شرایطو کې د بلاروس د قلمرو په سرحدي سیمه کې دېره دي او پولنډ تهیې د اوښتو مخه نیول شوې ده.
د پناه غوښتونې بحران د بلاروس د زورواکي الکساندر لوکاشینکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په یوه ډیپلوماتیک کړکېچ بدل شوی دی.
بلاروس ته خبرداری ورکړل شوی چې د دې بحران له کبله ښايي له بندیزونو سره مخامخ شي.