بایډن له زېرمو د ۵۰ میلیونه بېرله تېلو د را اېستلو امر کړی
د انرژۍ د بیو د ټیټولو لپاره د متحد ایالاتونو د هڅو په ترڅ کې ولسمشر جوبایډن د دې هېواد د تېلو له سټراتیژیکو زېرمو څخه بازار ته د پنځوس میلیونه بېرله تېلو د را اېستلو امر کړی.
دا پرېکړه له بریتانیا، چین، جاپان او شمالي کوریا سره د همغږۍ په اساس په پام کې نیول شوې، خو د امریکا له دې پرېکړې سره-سره، پرون په بازار کې د اومو تېلو په بیه کې په سلو کې درې زیاتوالی راغی.
ویل کېږي د بیو د لوړېدو یو علت دا و چې د تېلو بیه له پرونۍ پرېکړې مخکې په تېرو ورځو کې رالوېدلې وه.
د امریکا ولسمشر وویل، که څه هم دا اقدام سمدستي د تېلو بیه نه شي ټیټولای، خو یو څه بدلون راوستلای شي.
ښاغلي بایډن زیاته کړه چې دا کار وخت غواړي خو ډېر نه او خلک به دا بدلون ډېر ژر د تېلو په ټانکونو کې وویني.