Добавить новость
World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

پر داعش مشرانو د امریکا بندیزونو ته کتنه

په افغانستان او پاکستان کې فعالې داعش خراسان ډلې ته تر هغې وروسته يوځل بيا پام وراوښتی چې امریکا یې درې مهم مشران په تور لیست کې اچولي او واشنګټن د طالبانو سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په اړه د خبرو کولو اعلان کړی دی.

سره له دې چې طالبانو پر داعش مرګوني حملې کړې او د قومي مشرانو د جرګو له لارې یې د دوی غړي ځان ته رابللي خو ملګري ملتونه وايي چې داعش د پخوا په پرتله په تېرو دریو میاشتو کې ډېره فعاله شوې او له ۳۰۰ ډېرې حملې یې کړې دي.  


امريکاد داعش خراسان ډلې پر درې مشرانو تر بندیزونو لګولو وروسته ويلي چې له طالبانو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرو ته دوام ورکوي.  


د امريکې بهرنيو چارو وزارت ویاند نيډ پرایس د نومبر په ۲۳مه په واشنګټن کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې راتلونکې اونۍ به د افغانستان سولې لپاره د دې وزارت ځانګړی استازی ټام ویسټ په دې اړه د طالبانو سره نورو خبرو لپاره قطر ته ځي. ((لکه څرنګه چې موږ د نړيوال ایتلاف تر سيوري لاندې د خپلو شريکانو او اتحاديانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ايجنډا او د دې داعش پر وړاندې ایجنډا په هکله بحث کړی دی، همداسې مو په مستقيم ډول طالبانو سره هم پرې بحث کړی دی. موږ په پرله پسې ډول ويلي‌چې د خپلو مهمو ملي ګټو په بنياد، طالبانو سره خبرو ته تيار يو. د ترهګرۍ سره مبارزه او دا یقيني کول زموږ له ملي ګټو څخه دي چې افغانستان هېڅکله بیا د نړيوالو بریدونو لپاره استعمال نه شي.))  


تازه ترهګر ګرځول شوې داعشيان څوک دي؟ 

امريکا تېره اونۍ د داعش خراسان مشر شهاب المهاجر، ویاند یې سلطان عزیز عزام او د نظامي زده کړو روزونکی مولوي رجب صلاح الدين د ترهګرو په لیست کې واچول. د افغانستان پخواني مرستيال ولسمشر چې د استخباراتي ادارې، اين ډي ایس مشر هم پاتې شوی پر ټويټر ليکلي‌چې د کابل په شکردره کې یې د شهاب المهاجر له خپلوانو تحقیقات کړي وو خو د هغه په خبره د المهاجر اصلي نوم ثناالله غفاري دی، په مسلکي لحاظ انجنير او کورنۍ یې په پاکستان کې اوسيږي.  


مشال راډيو سره د تېر افغان حکومت او د طالب چارواکو چې نومونه نشرول یې نه غوښتل،‌ له شريکو شوو معلوماتو په ډاګه شوې چې  مولوي رجب د کابل لپاره د داعش مشر قوماندان او د بمونو جوړولو روزونکی دی. سلطان عزیز د ننګرهار ولايت د کامې اوسیدونکی دی. هغه د داعش سره تر ملګرتيا مخکې په ننګرهار کې خبریالي کوله او د شعرونو یوه مجموعه یې هم چاپ شوې. نوموړي يو وخت د داعش خلافت راډيو پر مخ وړله او د دې ډلې د تبيلغاتو مسول بلل کيږي.  




امريکا وايي‌دا کسان یې ځکه په تور لیست کې اچولي چې نه غواړي داعش پر پښو ودریږي. طالبانو د داعش ماتولو لپاره پر عملياتو سربیره د قومي مشرانو له جرګو هم کار اخیستی. د کورنيو چارو وزارت د ادعا ترمخه د دې کوښښونو له کبله ورسره تر اوسه ورسره ۸۰ داعش وسله وال تسليم شوي دي.  


د طالبانو يو وياند بلال کريمي د نومبر په ۲۴مه مشال راډيو سره په خبرو کې دا ونه منله چې داعش وسله واله ډله دې لوی خطر وي خو زیاته یې کړه چې په دې اړه د امریکا سره د خبرو لپاره چمتو دي. ((داعش چې په کوم ځای کې سر راپورته کوي، موږ یې ځپو. په ننګرهار او په ځانګړې ډول جلال اباد کې مو دوی پسې لټون ډير کړی دی. زموږ په نیزد دا ډله دومره لوی خطر نه دی. د امريکايانو سره موږ پخوا هم د قطر د دفتر له لارې خبرې کړې او اوس یې هم کوو. په دې خبرو کې د امنيتي هغو سربیره د ديپلوماتيکو او اقتصادي چارو په اړه غږيږو.)) 


 د داعش وسله والو شمېر او د ممکنه قوي کېدو لاملونه یې 

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۰۱۹ کال په راپور کې ويل شوي وو چې په افغانستان کې د داعش وسله والو شمير له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ دی. د دې کال د نومبر په اتلسمه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر يوناما مشرې، ډيبورا لاينز د دې ادارې امنيت شورا ته ويلي وو چې د تير حکومت په پرتله داعش د طالبانو د واکمنۍ په مهال ډير مضبوط شوی دی. هغې زیاته کړې وه چې د اګست له میاشت راهیسې داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ځان فعاله کړی او ۳۳۴ حملې یې کړې دي.  


په شام او عراق کې د داعش له قوته په الهام اخیستو، په افغانستان کې د پاکستاني او افغان طالبانو ځينو وسله والو په ۲۰۱۵ کال کې داعش خراسان ډله جوړه کړه. لومړی مشر یې حافظ سعيد خان اورکزی وو. د دې ډلې ډيرې مشران د محمد اشرف غني د حکومت او امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي. د دې ډلې ډير زور په ختيځو ولايتونو او په ځانګړې ډول په ننګرهار کې وو. په کونړ کې ځينو قومي مشرانو چې د امنيتي خطر له وجې یې نومونه خپرول نه غوښتل مشال راډيو ته ويلي چې داعش د ځينو مرورو طالبانو، پنجابي او ازبک وسله والو سره په ګډه د خپل قوت په راټولولو بوخت دی.  


دې او ځينو نورو عواملو بعضي څيړونکي اندېښمن کړې چې ښايي‌د داعش قوت زیات شي. د کونړ اوسیدونکی او په پاکستان کې د افغانستان پخواني مرستیال سفیر، زردشت شمس مشال رېډيو ته وويل سره له دې چې پاکستان او طالبانو پخې اړیکې لري خو بيا به هم وغواړي چې په افغانستان کې په خپلو پښو ولاړ حکومت نه وي نو ځکه به د نورو وسله والو سره تعلق مات نه کړي: ((راپورونه ښيي چې طالبانو د پخواني افغان حکومت د امنيت سره تړلو کسانو پر کورونو چاپې وهلې. ځيني یې نيولي او ځيني نور یې وژلي دي. که حالت همداسې وي دا مسلکي ځوانان ښايي‌د ځان دفاع لپاره د داعش ليکو ته ورشي. بل غریبي او بيکاري هم ډيره ده چې داعش سره د ځوانانو په يو ځای کېدو کې مرسته کوي. د پاکستان کردار هم مهم دی. په داعش کې اکثره د پاکستان د قبايلي سيمو خلک دي او زموږ برداشت دا دی چې پاکستان ورسره اړيکې لري.)) 


داعش وسله والې ډلې په پاکستان کې هم د ځينو حملو زمه واري منلې خو پاکستاني چارواکي په خپله خاوره د دې ډلې زور نه مني. دوی همداراز همېشه د وسله والو سره اړیکې درلودل رد کړي او زیاتوي چې د ټولو پر ضد یو شان عمليات کوي.  


داعش په  نړيواله کچه بریدونه کولی شي؟ 

د داعش او القاعده ډلو په اړه د امریکې د دفاع مرستيال وزیر کولن کاهل د کانګرس يوې غونډې ته ويلي وو چې په افغانستان کې دا ډلې په امريکا او نورو هېوادونو کې د حملو پلان لري. د رویټرز خبري اژانس په يو راپور کې د هغه له خولې ويل شوي چې د اکتوبر په اته ویشتمه کړو خبرو کې هغه زیاته کړې وه چې اوس دا ډلې د دې توان نه لري مګر ممکنه ده چې له شپږو څخه تر دولسو مياشتو موده کې د دې نړيوالو بریدونو قوت پيدا کړي. 


د وسله والو ډلو په اړه د ګڼو څيړنيزو راپورونو جوړوونکی، سميع يوسفزی فکر نه کوي د داعش خراسان ډله دې په نړيواله کچه حملې وکړای شي. هغه البته زیاتوي چې دا ډله دا توان لري چې د خپلو بریدونو په کولو سره افغانستان او پاکستان بې ثباته وساتي. ((داعش دومره زور نه لري چې د نړۍ په کوم غربي هېواد کې دې بریدونه وکړي. البته د کمزوري حکومتونو هېوادونو لکه پاکستان او افغانستان ته سردردی جوړولی شي.))   


داعش وسله واله ډله په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې جوړه شوې وه خو ډير زور یې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په شام کې وو. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د تېر کال راپور ترمخه، د اسلام سلفي عقيدې تعقیبونکې داعش ډله، په ټوله نړۍ کې يو اسلامي خلافت غواړي. دوی په افغانستان کې د حنفي طالبانو سره نظرياتي او سیاسي اختلاف له وجې په د ښمنۍ کې دي او له ۲۰۱۵ کال راهیسې يې جنګونه کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media









103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России



Топ 10 новостей последнего часа



Rss.plus


Новости России







Rss.plus
Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России