وېسټا موسسې غزني کې له ۱۳۵ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه
په غزني کې له ۱۳۵ بې وزله او بې ځایه شوېو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
په دغه ځای کې د وېسټا موسسې سیمه ییز دفتر مشر مطیع الله کمالپوري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له هرې کورنۍ سره د ۲۲۵ امریکايي ډالرو نغده مرسته وشوه.
نوموړی زیاتوي: "د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مالي لګښت د وېسټا موسسې له لوري په غزني ولایت کې نن د ۱۳۵ کورنیو لپاره د نغدو پیسو وېش وشو چې د هرې کورنۍ لپاره د ۲۲۵ امریکايي ډالرو مرسته وکړه."
ښاغلي کمالپوري وايي، د دغه کورنیو سروې د غزني ولایت د کډوالو چارو ریاست او ولایت مقام په همکارۍ ترسره شوې وه.