فوټبال؛ ریال مادرېد د لالیګا سیالیو په جدول کې لومړي مقام وګاټه
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې ریال مادرېد د ریال سوسېداد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ریال مادرید لوبغاړي وینیسیوس او لوکا یوویچ د سیالۍ لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبېدل او ریال مادرېد وکولای شو چې دوه د صفر پر وړاندې ریال سوسیداد ته ماتې ورکړي.
د دې لوبې په ګټلو سره ریال مادرید لوبډلې ۸ امتیازه خپل کړل او د لالیګا د روانو سیالیو په په جدول کې لومړي مقام ته پورته شوه.
په بله لوبه کې بیا بارسلونا لوبډلې د یو صفر نتیجې سره له بيتس لوبډلې څخه ماتې ومنله.
همدا ډول اتلتیکو مادرید لوبډلې بیا د مایورکا په وړاندې ۱ د ۲ په وړاندې ماتې ومنله.