هرات کې د کراتې ۲۸ پړاو سیالۍ ترسره شوې
په هرات ولایت کې د کراتې ۲۸ پړاو سیالۍ ترسره شوې. د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د کیوکوشین کای کان کراټې ۲۸ پړاو سیالۍ پرون د هرات د بدني روزنې او ورزش ریاست د سرپرست او د یو شمېر استادانو او ورزشکارانو په حضور کې ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۱۱۰ ورزشکارانو په ۲۰ وزنونو او د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په درېیو سني کټګوریو کې برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف د ورزشکارانو د ظرفیتونو لوړول او په ملي سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څېرو پیژندل وو.
د سیالۍ په پای کې تکړه لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول.