د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره بنده شوه
د سالنګ لویه لار د باروړونکو موټرو د تګ را تګ لپاره بنده شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر عبدالله عبید ازادي راډيو ته وویل، دغې سیمه کې له تېرې نیمې شپې راهیسې واوره وریږي چې باد او توپان هم ورسره مل دی.
ښاغلي عبید زیاته کړه، سالنګونو کې د واورې کچه ۲۰ تر ۲۵ سانتي مترو پورې رسیدلې، نو ځکه یې د بار وړونکو موټرو پرمخ دا لار بنده کړه.
ده وویل، نور موټر کولای شي چې د چینونو په تړلو او نورو اړینو توکو پر دې لار تګ را تګ وکړي.