نړیوالو د افغانستان پخوانيو سرتېرو ورکېدو او وژنو پر رپورټونو اندېښنه ښوولې
د نومبر پر ۳۰مه د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.