د بلاروس چارواکي له توقيفه د ازاد خبریال کوزنیچیک په خلاصولو ونهتوانېدل
په بلاروس کې چارواکي نهدي توانېدلي چې ازاد خبریال اندري کوزنیچیک له توقیفه خلاص کړي، سره له دې چې د یوه جنجالي قانون له مخې د هغه د ۱۰ ورځني بند موده هم نن بشپړه شوه.
کوزنیچیک چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروسي څانګې خبریال و د نومبر په ۲۶مه له دې سره سره محکوم شو چې ده پر ځان لګول شوي تور بېاساسه باله.
هغه د مېنسک په بدنامه توقیف خونې (اکریستسینا) کې ساتل کېږي، دغلته ډېرو توقیف شویو ویلي چې ربړول کېږي هم.
د کوزنیچیک د کورنۍ غړو ویلي، تر اوسه معلومات نهلري چې هغه کله خوشې کېږي، بلاروسي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ډسمبر په څلورمه د بل بلاروسي خبریال پاول بیلاوس د حبس ۱۵ ورځنۍ دوره هم بشپړه شوه، خو خوشې نهشو.
د بلاروس پر رژیم اروپایي ټولنې، امریکا او نورو لوېدیځو متحدانو یې پنځه پړاوه بندیزونه د همدې لپاره لګولي چې مظاهرهچیان، خپل سیاسي مخالفان او د بشري حقونو ملاتړي یې ځپلي دي.