په پاکستان کې ولې بیا بیا د سیالکوټ غوندې پېښې تکرارېږي؟
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي