چین افغانستان سره د څه باندې ۵۰۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کوي
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چین له افغانستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو په دویمه جوپه کې، پرون یو اندازه درمل، ۷۶ زره کمپلې او ۴۱ زره ژمني جمپرونه افغانستان ته وسپارل.
په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني نن ازادي راډیو ته وویل، ټاکل شوې په راتلونکو اونیو کې چین افغانستان سره د ۵۰۰ ټنه اوړو او ۷ ټنو وریجو مرسته هم وکړي او دا مرستې به په اړ منو کورنیو وویشل شي.
له افغانستان سره د بشري مرستو دوام په داسې حال کې دی چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې په لوړېدو سره، د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او د بې روزګارۍ له امله خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.