راولپنډۍ برید: یو پولیس وژل شوی دوه ژوبل، ټي ټي پي یې زمه واري منلې
د راولپنډۍ د پولیسو يوه چارواکي اشفاق احمد رسنیو ته ويلي چې بېګا ناوخته د پوليسو یوه ډله د پير ودايي په سیمه کې پر ګزمه وه چې پر يوه موټر سايکل سورو وسله والو پرې ډزې وکړې.
ناقانونه ډلې ټي ټي پي د ډېسېمبر له ۱۱مې راهیسې د خیبرپښتونخوا په ټانک، شمالي وزيرستان، بنو او باجوړ کې هم د بريدونو زمه وارۍ منلي دي. یادې ډلې د روان کال په نومبر میاشتې پر نهمه نېټه له حکومت سره یو میاشتنی اوربند اعلان کړی وو خو د ډېسېمبر پر نهمه نېټه یې ختم کړ.
دا ډزبندي د طالبانو په خبره د حکومت لخوا د شرطونو د نه عملي کولو له امله نوره نه غځوي چې ورسره یې يو وارې بیا پر حکومتي عسکرو خپلې حملې زیاتې کړې دي.
د ګل/دوشنبې په ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي ول چې حکومت یوازې له هغو وسله والو ډلو سره د امن خبرو ته تیار دی چې د ریاست عملدارۍ منلو ته غاړه ږدي ګنې پرضد به یې جنګېږي.
له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې د پاکستان حکومت ويلي ول، چې له تحریک طالبان پاکستان سره يې د افغان طالبانو په مينځګړيتوب مذاکرات پېل کړي او د يوې میاشتې د ډز بندۍ يې ويلي وو.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزير امير خان متقي هم د مذاکراتو خبره تاييد کړې وه.